د راپورونو له مخې په خوست کې د بهرنیو ځواکونو له ملاتړ برخمنو د کمپاین په نامه پوځیانو عملیات ترسره کړي دي چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځلس ملکیان وژل شوي دي. په خوست کې د صبریو ولسوالۍ اوسېدونکو ویلي چې دغه عملیات د دوی په سیمو کې ترسره شوي دي او کمپاین ځواکونو پکې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده. دوی وایي په عملیاتو کې درې ماشومان ټپيان شوي هم دي. د صبریو ولسوالۍ اوسېدونکي د عدالت غوښتنه کوي خو ددغه ولایت امنیتي ادارو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
































