د سعودي عربستان په مشرۍ د حوثیانو ضد ایتلاف وایي حوثي یاغیانو د راتلونکو بریدونو لپاره دوې کېښتۍ تیارې کړې وي چې د ایتلافي ځواکونو له لوري په نښه شوې دي او همدا راز دوه ډرون الوتکې چې له ځان سره یې چاودېدونکي توکي لېږدول او په سعودی عربستان کې یې بریدونه کول په نښه شوې او له منځه وړل شوې دي. د حوثیانو او عربستان ترمنځ تازه نښتې داسې مهال راپورته کېږي چې سعودي عربستان حوثیانو ته د سولې وړاندیز هم کړی دی. خو حوثیان وایي لومړی دې د دوی محاصره ختمه کړل شي او وروسته به پر اوربند او سوله خبرې کېږي.
































