په خوست کې تازه په دوو بېلو پېښو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د راپورونو له مخې، درې ورځې وړاندې د افغانستان د ملي امنیت اړوند کمپاین ځواکونو په صبریو ولسوالۍ کې عملیات کړي چې د ځايي خلکو په خبره، طالبانو ته نه، بلکې ملکي وګړو ته یې تلفات اړولي دي. ویل کېږي چې په دې پېښه کې شاوخوا شل ملکي وګړي چې ښځې او ماشومان پکې شامل دي، وژل شوي دي. افغان حکومت په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون، ځینو سیاسیونو او د سنا غړو دغه پېښه غندلې ده.
سره له دې چې د سولې لپاره هڅې روانې دي، خو لا هم په افغانستان کې خونړۍ جګړه د ملکي وګړو ژوند اخلي. د سړک غاړې ته ځای پر ځای شوي ماینونه، چاودنې، هدفي بریدونه، د افغان ځواکونو عملیات او هوایي بریدونه، هغه څه دي چې هره ورځ ملکي افغانانو ته تلفات اړوي. په تازه پېښه کې په خوست کې شاوخوا شل ملکیان د افغان ځواکونو په عملیات کې وژل شوي دي، چې په ټولنیزو رسنیو کې یې سخت غبرګونونه پارولي دي.
د خوست د صبریو ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، چې له نن درې شپې وړاندې په خوست کې مېشتو کمپاین ځواکونو په دغه ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړي چې ملکي وګړو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. د دوی په خبره، په دغه پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون اوولس کسان وژل شوي، خو ځینې سرچینې بیا وايي چې په پېښه کې شاوخوا شل ملکیان وژل شوي دي. د صبریو ولسوالۍ ځایي اوسېدونکي وایي په عملیاتو کې ټول وژل شوي کسان ملکي وګړي دي او له کمپاین ځواکونو سره په دې عملیاتو کې هوایي ځواک هم مرسته کړې ده.
د صبریو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې پېښه خورا بوږنوونکې وه. د دوی په خبره، په ډېره وحشیانه توګه ملکي وګړي د افغان ځواکونو له لوري وژل شوي او باید حکومت د خلکو پوښتنو ته ځواب ووايي. د قربانیانو د کورنۍ یوه غړي د پېښې په اړه وویل چې په پېښه کې یې زوی او نګور وژل شوي او همدا راز یې د زوی نوی زېږېدلی ماشوم هم په دې ظالمانه عملیاتو کې خپل ژوند بایللی دی. د ده په خبره: «یو مې زوی وژل شوی دی، ځوان زوی مې و، نګور مې یې وژلې ده او نوی زېږېدلی ماشوم هم وژل شوی، ډېره بده پېښه وه».
دوی وایي چې دغه عملیات د هوايي او ځمکنیو ځواکونو له لوري ترسره شوي او ټول یې ملکي وګړي په نښه کړي دي. د ده په خبره، په پېښه کې یې د ماشومانو په ګډون د هېڅ ملکي وګړي ژوند ته پام نه دی کړی. د ده په خبره: «له دوی سره چورلکې وې. ډزونه یې کول، د خلکو ژوند ته یې پام نه کاوه، نه یې په ماشومانو رحم کړی، نه په ښځینه وو».
دې پېښې په ټولنیزو رسنیو او د افغان سیاسیونو ترمنځ سخت غبرګونونه پارولي دي. د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون رییسې شهرزاد اکبر رسنیو ته ویلي، چې د دې پېښې د څېړلو لپاره باید یو پلاوی وګومارل شي او ژر تر ژره دې د ملکي وګړو د وژل کېدو په تړاو د خلکو ادعا ته ځواب ووايي. نوموړې د ملکي وګړو مرګ ژوبله جنایت بللی او له افغان حکومت یې غوښتي چې په خپلو عملیاتو کې د ملکي وګړو د ژوند خوندیتابه ته جدي پاملرنه وکړي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په یوه اعلامیه کې دغه پېښه غندلې او په وینا یې، دغه ډول پېښې د نه منلو دي او افغان حکومت باید ژر تر ژره د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره هڅې وکړي. بلخوا د مشرانو جرګې ځینو غړو هم دغه پېښه په کلکو ټکو غندلې ده او ویلي یې دي چې د ملکي وګړو مرګ ژوبله جنایت دی او باید ژر تر ژره یې مخنیوی وشي. بلخوا پرون هم په خوست کې د یوې چاودنې له امله هم اته ملکیان ټپیان شوي دي.
































