امریکا یو ځل بیا ویلي چې افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې ختمېدلی شي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن تېره ورځ له رسنیو سره په خبرو کې ویلی چې دوی له سیاسي لارو د افغان جګړې د ختمولو په لټه کې دي. دده په خبره دغه جګړه یوازې د خبرو له لارې ختمېدلی شي. هغه یو ځل بیا ټینګار کړی چې د ناټو له متحدینو سره به یو ځای له افغانستان خپل سرتېري وباسي. دده په خبره امریکا او ناټو یو ځای افغانستان ته تللې وو او یو ځای به په مناسبو شرایطو کې له دغه هېواد وځي. بلینکن بیا هم په دې اړه څه نه دي ویلي چې د مې تر لومړۍ نېټې به خپل سرتېري له افغانستان وباسي کنه، خو زیاتوي چې دا صلاحیت لا هم له ولسمشر بايډن سره دی او هغه به په دې اړه پرېکړه کوي.
































