ایران وایي د افغانستان د سولې په مسئله کې بشپړې همکارۍ ته تیار دي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د تاجکستان په پلازمینه دوشنبې کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال ویلي چې د اسیا زړه هېوادونو په کنفرانس کې د ګډون لپاره دغه هېواد ته تللی او هڅه یې هم دا ده چې په سیمه کې یو دایمي ثبات رامنځ ته شي. دده په وینا ایران د افغانستان د سولې په پروسه کې بشپړې همکارۍ ته تیار دی او زیاتوي چې په دې برخه کې د سیمې د هېوادونو همکاري هم اړینه ده. د ظریف په خبره د سیمې هېوادونه باید په ګډه همکارۍ په افغانستان کې د جګړې د ختمولو لپاره مرسته وکړي او په دغه هېواد کې دې د سولې د راتګ لپاره سره یو لاس شي.
































