بایډن د افغانستان په اړه په خپلو پرېکړو کې له کشمکشونو سره مخ دی. دې هېل نشریې په یوه مقاله کې ویلي سره له دې چې د طالبانو او امریکا د هوکړې له مخې تر مې میاشتې پورې باید ۲۵۰۰ امریکایي عسکر له افغانستان ووځي خو داسې ښکاري چې بایډن ددې نېټې د ځنډولو په لټه کې دی. سرچینه وایي چې ښایي بایډن تر راتلونکي کال پورې له افغانستان د سرتېرو ایستل وځنډوي. دې هېل نشریې ویلي چې بایډن له ګڼو کشمکشونو سره مخ دی، ځکه له یوې خوا د وتلو نېټه نږدې کېدونکې ده، له بلې خوا په افغانستان کې وضعیت د ډاډ وړ نه دی، بلخوا د ناټو متحدین د سرتېرو له ایستلو سره مخالف دي او په امریکا کې هم نظاميانو د بېړنیو وتلو په اړه بایډن ته خبرداری ورکړی دی. په مطلب کې راځي چې له همدې امله د افغانستان په اړه بايډن ته پرېکړه کول سخت شوي دي خو تمه شته چې ژر تر ژره بین الافغاني مذاکرات پایله ولري او د بهرنیو سرتېرو وتلو ته زمینه برابره شي.
































