شمالي کوریا د وروستیو تحولاتو په تړاو د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته خبرداری ورکړی دی. د شمالي کوریا حکومت ویلي چې ملګري ملتونه او د ملګرو ملتونو امنیت شورا یو اړخیزې پرېکړې کوي او د یوه مستقل هېواد حقوقو ته درناوی نه کوي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا په وروستیو کې د شمالي کوریا د توغندیو پر ازمویښت غبرګون ښودلی و. دغه شورا ویلي وو چې د شمالي کوریا له لوري د بالستیک توغندیو ازمویل ددغه شورا د مسودو او پرېکړو پر خلاف عمل دی او باید شمالي کوریا یې له تکرار مخنیوی وکړي. شمالي کوریا بیا وایي دوی خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکوي او مشروع دفاع یې خپل حق دی. امریکا هم ویلي چې د شمالي کوریا وروستي اقدامات خصمانه او د نه منلو دي.
































