د ولسي جرګې رییس وایي عليپور په غیر قانوني کړنو بوخت دی خو ولسمشر د هغه د تعقیب پر ځای د کورنیو چارو وزیر له دندې ګوښه کړ. د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني د یادې جرګې د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال وویل چې ولسمشر غني د عليپور د غیر قانوني کړنو له امله د کورنیو چارو پخوانی وزیر مسعود اندرابي له دندې ګوښه کړی دی چې دا کړنه یې د منلو نه ده. دده په خبره عليپور د سرور دانش په ضمانت خوشی شوی دی خو اوس په غیر قانوني کړنو بوخت دی. عليپور د میدان وردګو په بهسودو ولسوالۍ کې ځایي خپلسری قومندان دی چې په وروستیو کې یې د افغان پوځ یوه چورلکه وېشتلې ده او د ګڼو افغان سرتېرو په وژلو تورن دی. افغان حکومت ویلي چې دغه غیر مسوول وسله وال به نیسي او د قانون منګولو ته به یې سپاري.
































