امریکایي چارواکي وایي چې د دغه هېواد په الاسکا ایالت کې د یوې چورلکې د نسکورېدو پېښه کې څلور کسان مړه شوي دي. د الاسکا ایالت چارواکو زیاته کړې چې د پېښې په مړه شویو کې پیټر کیلنر هم شامل دی. پيټر میلیاردر و او د چک جمهوریت تر ټولو شتمن کس دی. کیلنر د مالي چارو او ټکنالوژي یو شرکت لاره، د نوموړي شرکت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د کیلنر وژل کېدل تایید کړي دي. ویل کېږي چې په دغه پېښه کې یو تن ټپي شوی هم دی چې اوسمهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دی. د چورلکې د نسکورېدو علت نه دی په ډاګه شوی.
































