پنټاګون په افغانستان کې د وتلو یا نه وتلو د پرېکړې له امله له ناوړه مالي وضعیت سره مخ ده. سي ان ان په یوه راپور کې ویلي د تېر کال د فبرورۍ له هوکړې سره سم باید امریکایي ځواکونه تر مې میاشتې پورې له افغانستان ووځي خو دا چې تر دې دمه امریکايي حکومت د خپلو سرتېرو برخلیک نه دی روښانه کړی نو په افغانستان کې مېشت امریکایي ځواکونه هم له نامعلوم نظامي او مالي وضعیت سره مخ دي. په راپور کې راځي چې امریکایي ځواکونه باید د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره له شرکتونو او کمپنیو سره قرار دادونه ولري خو اوس یې چې وتل یا پاتې کېدل نه دي معلوم، نو ډېری قرار دادونه یې هم له نامعلوم برخلیک سره مخ دي. سرچینه کاږي ډېری قرار دادونه داسې هم شوي چې تر ۲۰۲۳ پورې یې وخت پاتې دی نو پنټاګون یې د پاتې وخت د زیانونو ګاللو ته مجبوره ده. راپور کې راځي چې له همدې امله پنټاګون په افغانستان کې له ناوړه مالي وضعیت او نامعلوم برخلیک سره مخ دی.
































