د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر په دوشنبې کې د اسیا زړه کنفرانس په څنډه کې له حنیف اتمر سره کتلي دي. دواړو لورو پر افغان سوله او په ترکیه کې د افغان سولې په اړه پر جوړېدونکي کنفرانس خبرې کړې دي. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي تمه لري چې د اسیا زړه کنفرانس او ورپسې د ترکیې کنفرانس وکړی شي افغانستان کې د سولې سبب شي او افغانان له روانې خونړۍ جګړې را وباسي. هغه ډاډ ورکړی چې ترکیه د سولې په مسئله کې د افغانانو ترڅنګ ولاړه ده او هڅه کوي داسې یوې پایلې ته دواړه لوري وهڅوي چې ټولو افغانانو ته د منلو وړ وي. حنیف اتمر هم ویلي چې د افغان سولې په برخه کې د سیمې د هېوادونو همکاري اړینه ده او ویلي یې دي چې د ترکیې په غونډه کې به افغان لوری له بشپړ تیاري سره ګډون کوي.
































