د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې غړي د امریکا د راتلونکې دفاع په نامه په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو حضور ځکه حتمي دی چې ددغه هېواد کانونه او طبیعي زېرمې باید د چینایانو له لاسرسي وساتل شي. آدم کینزینګر ویلي افغانستان سترې کاني سرچینې لري چې ارزښت یې تریلیونه ډالرو ته رسېږي او همدا چې امریکایي ځواکونه له افغانستان وځي د سیمې هېوادونه په تېره چین به یې د استخراج هڅه وکړي. دده په خبره د امریکا حکومت باید د سرتېرو په ایستلو کې له پوره دقت کار واخلي او اجازه ور نه کړي چې د امریکا سیاست او امنیت ته خطرونه متوجه شي.
































