د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان وایي دوی له ټولو ممکنو لارو له افغان سولې سره مرستې او همکارۍ ته تیار دي. هغه چې نن یې په دوشنبه کې د اسیا زړه-استانبول بهیر په کنفرانس کې خبرې کولې وویل د تاجکستان ستره هیله په افغانستان کې د سولې او ثبات راتګ دی. دده په خبره تاجکستان تیار دی چې له ټولو ممکنو لارو په استفادې د افغانستان د سولې له پروسې سره همکاري وکړي او ددغه بهیر بشپړ ملاتړي دي. اما علي رحمان همدا راز وویل چې دوی له افغانستان سره د ګډو پروژو عملي کولو ته تیار دی. هغه ټينګار وکړ چې د سولې په برخه کې دې د ټولو افغانانو غږ واورېدل شي او په دې ټوګه دې دغه هېواد ته دایمي سوله او سوکالي راوستل شي. رحمان د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا هم ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د کابل او دوشنبې ترمنځ د تاریخي اړیکو د لا قوت لپاره به هڅه کوي. نن په پلازمینه دوشنبې کې د افغانستان په اړه د اسیا زړه نهم کنفرانس دی چې تر ډېره به پکې پر افغان سوله او سیمه ییز ثبات بحثونه او خبرې پکې کېږي.
































