ولسمشر غني یو ځل بیا ټینګار وکړ چې واک به خپل راتلونکي ځایناستي ته د ټاکنو له لارې لېږدوي. ولسمشر غني د اسیا زړه کنفرانس کې د خبرو پر مهال وویل چې د افغانانو تر ټولو ستره هیله سوله ده او افغان حکومت په دې برخه کې خپلې ټولې هڅې کوي. دده په وینا د سولې په برخه کې د سیمې د هېوادونو او نړیوالې ټولنې همکاري هم مهمه ده. ولسمشر په خپلو خبرو کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې یوازې د ټاکنو له لارې به خپل ځایناستي ته واک لېږدوي او ددې کار لپاره شفافو ټاکنو ته ژمن دی. هغه ویلي چې د سولې د راتګ په صورت کې به افغان حکومت شفافو ټاکنو ته زمینه برابروي او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې ددغه ټاکنو څارنه او نظارت وکړي. ولسمشر یو ځل بیا له ټولو هغو هېوادونو مننه کړې ده چې د افغانستان د سولې په پروسه کې همکاري کوي او زیاته یې کړه چې د افغانستان سوله د ټولې سیمې د سولې او امنیت په مانا ده. هغه د تاجکستان له ولسمشر هم مننه وکړه چې د اسیا زړه غونډې کوربه توب یې کړی او له دغه هېواد سره یې د پراخو همکاریو پر رامنځ ته کېدو ټینګار کړی دی.
































