د میدان وردګو ولایت اوسېدونکي په ځينو سیمو کې هلته د مېشتو افغان ځواکونو له ناوړه چلند شکایت کوي. د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ اوسېدونکي وایي چې هلته د ملي اردو مېشت ځواکونه عام وګړي ځوروي، دوی وهي ډبوي او په وروستیو کې یې په دې ولسوالۍ کې دوه کسه ملکي وګړي وژلي هم دي. د سیمې اوسېدونکي وايي چې تېره ورځ د چک ولسوالۍ د شاه قلندر په بازار کې د ملي اردو سرتېرو د انجنیر نور الرحمن په نامه یو ځوان له موټر راښکته کړی او د خپلې خور او مور د سترګو پر وړاندې یې ډزې ورباندې کړې او وژلی یې دی.
د سیمې اوسېدونکو او عیني شاهدانو له سپوږمۍ راډیو سره په خبرو کې وویل چې د ملي اردو سرتېري په دې سیمه کې وخت ناوخت ورته کړنې ترسره کوي چې نور یې خلک له ناوړه چلند په تنګ شوي او له حکومت غواړي چې دغه پېښې په جدي توګه وڅېړي. د سیمې یوه اوسېدونکي د نامه نه ښودو په شرط وویل ((په سیمه کې هره ورځ خلک د ملي اردو له لوري له موټرونو راښکته کېږي، پوستو ته اوبه ورباندې خېژوي، خلک ځوروي، سپکوي یې انجنیر نورالرحمن یې تېره ورځ شهید کړ. د پلار یو زوی و. زموږ خلک نه له طالب نه ورځ لري نه له حکومت دواړه مو ځوروي)).
د سیمې دغه اوسېدونکی وايي دوی له وېرې غږ نه شي اوچتولی او که څه ووایي هلته مېشت ځواکونه یې د کورنۍ غړي او یا کورونه په نښه کوي او نړوي. دده په خبره ((موږ له وېرې هېڅ نه شو ویلی، هره ورځ وژل کېږو. که څه ووایو ملي اردو مو کورونه په نښه کوي، پیدا کوي مو او د جګړې او نښتې په نامه مو کور ورانوي یا موږ وژني)).
د سیمې بل اوسېدونکی سمیر وردګ بیا وایي چې په سیمه کې خلک له روان وحشت ستړي شوي دي. هغه وايي چې د وژل شوي ځوان په حق کې باید عدالت وشي او قاتلین یې دې د قانون منګولو ته وسپارل شي. دده په خبره افغان ځواکونو نه بښل کېدونکی جنایت ترسره کړی دی او نورالرحمن یې، چې په سیمه کې په یوه ښوونځي کې ښوونکی و، د کورنۍ د غړو پر وړاندې وژلی دی. دده په خبره ((دا ظلم دی، دا لومړۍ پېښه نه ده، هلته مېشت سرتېري له خلکو سره سخت ناوړه چلند کوي، څوک مو غږ نه اوري، حکومت باید د خلکو غږ واوري، نور دې ولسونه له دې ظلم او ناروا خلاص کړي)).
د میدان وردګو ولایت د پوهنې ریاست هم تایید کړې ده چې یو ښوونکی یې تېره ورځ د چک ولسوالۍ په مربوطاتو کې وژل شوی دی. دغه ریاست پر یاده پېښه خواشیني ښوودلې ده او هغه یې غندلې ده.
بلخوا په ټولنیزو رسنیو کې هم فعالین د میدان وردګو ولایت په چک ولسوالۍ کې وروستی وضعیت بوږنوونکی بولي او په دې باور دي چې که حالت همداسې دوام وکړي نو ښایي خلک راپاڅېږي او له خپلو حقونو ددفاع غږ اوچت کړي.
د ملي دفاع وزارت ویاند له سپوږمۍ راډیو سره په خبرو کې وویل چې ددې پېښې په اړه به هر اړخیزه پلټنه کېږي او وروسته به معلومات له رسنیو سره شریکوي. د میدان وردګو ولایت ځایي چارواکي بیا د پېښې په اړه ناخبري ښيي او په وینا یې دوی به تر پلټنو وروسته معلومات له رسنیو سره شریکوي.
































