ملي دفاع وزارت وايي په میدان وردګو کې د یوه ښوونکي د وژلو په تور د ملي اردو دوه سرتېري نیول شوي دي. تېره ورځ د میدان وردګو ولایت په چک ولسوالۍ کې د ملي اردو سرتېرو د سیمې یو اوسېدونکی له موټر راښکته کړی او وژلی و. د سیمې اوسېدونکو او عیني شاهدانو وویل چې وژل شوی کس نورالرحمن نومېده او په سیمه کې په یوه ښوونځي کې ښوونکی و. د چک ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې ددغه پېښې په تړاو دې حکومت ژر تر ژره د خلکو غبرګونونو ته ځواب ووايي. د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي سپوږمۍ راډیو ته وویل چې د پېښې په تړاو دوه سرتېري په سیمه کې ددوی د همکارانو له لوري نیول شوي دي او د لا ډېرو څېړنو لپاره به کابل ته لېږدول کېږي. دده په خبره د پېښې په اړه به د هېواد د قوانینو په رڼا کې پرېکړه کېږي. احمدزي ټینګار کړی چې دغه مسئله د ملي دفاع وزارت تر جدي څېړنې لاندې ده.
































