وسله والو طالبانو نن د خوست پر زاړه هوايي ډګر چې پکې امريکايي ځواکونه مېشت دي، توغندويي بريدونه کړي دي چې په ځواب کې امريکايانو هم د اډې پر شاوخوا سيمو بريدونه کړي دي. تر اوسه ددې بريدونو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته.
د طالبانو يوې سرچينې سپوږمۍ راډيو ته دا بريدونه منلي او ويلي يې دي چې دا بريدونه د خوست د صبريو پېښې ته په غبرګون کې شوي دي. طالبانو همدا راز امريکايي ځواکونه تورن کړي چې د دوحې د هوکړې خلاف يې عمليات او بريدونه کړي او ويل کېږي چې د قطر دفتر په دې اړه امريکايانو ته ددې کړنو يادونه کړې ده.
اوس داسې ښکاري چې طالبان هم د امريکا له خوا د دوحې هوکړې نقض ته غبرګون ښيي. که څه هم د طالبانو سرچينو سپوږمۍ ته منلې چې دا بريدونه دوی کړي، خو طالب وياند او امريکايي ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
































