د اسیا زړه کنفرانس پای ته ورسېد او ګډونوالو یې په افغانستان کې د سولې پر راتګ ټینګار وکړ. ددغه کنفرانس په پای کې په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په افغانستان کې اوسنی تاوتریخوالی او جګړې بوږنوونکې دي او ددې جدي اړتیا ده چې په دغه هېواد کې دایمي اوربند رامنځ ته شي او دایمي سولې ته زمینه برابره شي. همدا راز د کنفرانس ګډونوالو هېوادونو ژمنه کړې چې دوی د افغانستان د سولې له پروسې سره بشپړه او هر اړخیزه همکاري کوي او تمه لري چې دغه هېواد کې روانې جګړې ژر تر ژره پای ته ورسېږي. په اعلامیه کې له افغانستان سره د سوداګرۍ، ترانزیت او سیمه ییز اتصال په برخه کې هم د همکاریو ژمنې شوې دي.
































