د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په کلني راپور کې راغلي چې ایران په پراخه کچه بشري حقونه نقض کړي دي او د خپلو وګړو ډېری بشري او انساني حقوق یې ترې اخیستي دي. په راپور کې راځي چې په ایران کې د بیان ازادي په بشپړه توګه تر فشار لاندې ده او لا هم په دغه هېواد کې د سیاسي مخالفینو وړو مجرمینو اعدام روان دی. بلخوا ایران بیا د امریکا دغه راپور غیر حقیقي بللی او په وینا یې سیاسي اړخ لري. امریکا دا هم ویلي چې په ایران کې دمګړی زرګونه مدني فعالین، لیکوالان او خبریالان په زندانونو کې دي او دا هر څه د اندېښنې وړ دي.
































