ترکیې او امریکا د افغان سولې په اړه د جوړېدونکي کنفرانس پر اجنډا خبرې کړې دي. په ترکیه کې د امریکا سفارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې خلیلزاد د روانې مارچ میاشتې په وروستیو ورځو کې په ترکیه کې ددغه هېواد له مهمو لوړپوړو چارواکو سره کتلي دي او پر افغان سوله یې له دوی سره خبرې کړې دي. سرچینه کاږي په دې لیدنو کې تر ډېره د راتلونکي کنفرانس پر جوړېدلو او د افغان سولې کنفرانس پر اجنډا او ګډونوالو بحثونه شوي دي. دوی ویلي هڅه کوي دغه کنفرانس په سمه توګه ترسره شي. امریکایي سفارت د کنفرانس د اجنډا په اړه څه نه دي ویلي خو وايي تمه ده چې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره جوړېدونکی کنفرانس په افغانستان کې د جګړې د ختمېدو او سولې بهیر د چټکتیا لامل شي.
































