ولسي جرګه وایي د ترکیې کنفرانس د افغان جګړې د ختمولو لپاره غوره فرصت دی. د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني نن ددغه جرګې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال وویل چې په نږدې ورځو کې به د ترکیې کنفرانس جوړېږي. دده په خبره د افغانستان د څلور لسیزې جګړې د ختمولو لپاره د ترکیې کنفرانس یو غوره فرصت دی او باید ترې استفاده وشي. هغه زیاته کړې چې په دې کنفرانس کې باید د افغانانو رښتیني استازي ګډون وکړي او دوی دې د جګړې د ختمولو لپاره کوټلي ګامونه اوچت کړي. د ترکیې کفنرانس به په اپرېل میاشت کې د ملګرو ملتونو په حضور کې د طالبانو او افغان حکومت له ګډون جوړېږي او په هغه کې به پر سولې او اوربند بحثونه کېږي. تر اوسه نه طالبانو او نه هم افغان حکومت ددغه کنفرانس د اجنډا په اړه معلومات شریک کړي دي.
































