د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو تن سلاکار درک کولټ ویلي چې د افغان جګړې ښکېل اړخونه باید یو جدي تعامل ته چمتووالی ولري. په کابل کې د امریکا سفارت له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې د کولټ له قوله راغلي، دوی هیله لري او غواړي چې د سولې برخه کې جدي پرمختګونه وګوري او ښکېلو اړخونو ته په کار ده چې خبرې په جدي توګه مخ ته یوسي او په خپل هېواد کې د تلپاتې سولې لپاره یو جدي تعامل ته چمتووالی ولري. د نوموړي په خبره، امریکا په افغانستان کې روان تاوتریخوالي اندېښمنه کړې او په خبره یې، د افغانستان په روانې ۴۰ کلنې جګړې کې ډېر فرصتونه ضایع شوي دي او اوس باید په دغه هېواد کې د سولې لپاره رامنځته شوی فرصت ضایع نه شي.
































