په بلخ ولایت کې د ماین چاودنې له امله ۱۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د بلخ د پولیسو ویاند عادل شاه عادل ویلي چې نن ورځ وروسته له غرمې د دغه ولایت د بلخ ولسوالۍ په بازار کې کې ماین چاودنه شوې ده چې په پایله کې یې دوه تنه وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي. د نوموړي په خبره، په پېښه کې وژل شوي دواړه یې تر ۱۵ کلونو کم عمره ماشومان دي. نوموړي د پېښې پړه پر طالبانو اچولې ده خو دغې ډلې تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
































