د راپورونو له مخې ټاکل شوې چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استاز ضمیر کابلوف هند ته سفر وکړي او له هندي چارواکو سره د افغانستان د سولې پر مسئله خبرې وکړي. راپورونه وایي روسیه هڅه کوي د سولې د راتګ او دلته تر سولې وروسته د راتلونکي وضعیت په اړه د هند اندېښنې ختمې کړي. دواړه لوري به پر دې هم خبرې وکړي چې څنګه وکړی شي د افغانستان د سولې په مسئله کې اغېزناک ګامونه اوچت شي. هند تر ډېره په افغانستان کې د وسله والو طالبانو له فعالیتونو اندېښنه لري او په دې باور دی چې دغه ډله د پاکستان ملاتړ له ځان سره لري او هندي ګټو ته خطرونه جوړولی شي.
































