د هرات امنیتي چارواکي وایي، چې تېره شپه وسله والو طالبانو پر یو وخت ددغه ولایت په پښتون زرغون، شینډنډ او اوبې ولسوالیو باندې حملې کړې دي، چې پایله کې یې څلور افغان سرتېري وژل شوي او څو نور ټپیان شوي دي. د هرات والي عبدالوحید قتالي وایي، چې طالبانو لومړۍ د شینډنډ ولسوالۍ د امنیت مدیریت ودانۍ ته نیږدې موټر بم الوځولی او وروسته یې له امنیتي ځواکونو سره نښته پیل کړې ده. دی وایي، له دې برید سره همهماله طالبانو په پښتون زرغون او اوبې ولسوالۍ هم برید کړی، چې د امنیتي ځواکونو له مقاومت سره مخ شوي او په شا تمبول شوي. په دغه برید کې امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې. بلخوا د هرات د والي مرستیال نور احمد حیدري وایي، چې نن سهار په دغه ولایت کې د پولیسو پر یوه پوسته چاودنه شوې ده. د هرات امبولانس مسوول ابراهیم محمدي وایي، چې له دغه پېښې څخه یې دوه مړي او یو ټپي روغتون ته لېږدولي. د یادو دواړو پېښو مسوولیت تر اوسه پورې کومې ډلې نه دی منلی.
































