زلمي خلیلزاد د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د زندانیانو د تبادلې هرکلی کړی دی. د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي دا یو مهم ګام دی چې په دې توګه به دواړه لوري سولې ته نږدې او تاوتریخوالی کم شي. خلیلزاد پر طالبانو او افغان حکومت غږ کړی چې د سولې هوکړې ټاکل شوو موخو ته د رسېدو لپاره دې هڅې ګړندۍ کړي. د خلیلزاد په خبره ددې وخت دی چې دواړه لوري یوې هوکړې ته ورسېږي او په دې توګه د شته ګواښونو په تېره له کرونا سره د مبارزې لپاره یو واحد او پیاوړی ځواک رامنځ ته شي. خلیلزاد داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې طالبانو تازه د افغان حکومت ۲۰ کسه زندانیان ازاد کړي دي. افغان حکومت تر اوسه ددغه زندانیانو په اړه معلومات له خلکو سره نه دي شریک کړي.