د ماليې سرپرست وزیر د ولسمشر غني هغه نیوکې پر ځای بولي چې د ګمرکونو ۵۰ سلنه عواید شخصي جیبونو ته ځي. محمد خالد پاینده وايي د یو شمیر ولایتونو په ګمرکو کې یې داسې اسناد موندلي چې د اصلي جنس پر ځای ناقانونه توکي او موټر افغانستان ته وارېدیږي. نوموړی د ناقانونه توکو په وارېدېدلو کې د ګمرکونو کارکوونکي لوړپوړي چارواکي او خصوصي سکټور ګرم بولي. ماليې وزارت په ګمرکونو د ډیرو ستونزو خبره کوي خو ټینګار کوي چې د یادو ستونزو د هواري لپاره پر ډيجټیلي ترازو، د سکن ماشین، امنیتي کمرو، د ګمرکونو بیا رغونه، پارکېنک جوړول او په ګمرکونو کې د اصلاحاتو پر بدلون خبره ټینګار کوي. محمد خالد پاینده وايي تر څو چې ګاونډیو هېوادنو سره توافق ته نه وي رسېدلی یادې ستونزې نه حل کېږي. ماليې وزارت وايي تېر کال یې د نورو کلونو په پرتله تر ټولو ډیر ۲۱۶ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي. یاد وزارت وايي ګمرکونو کې اصلاحات میلیونونو ډالرو ته اړتیا لري چې باید سرمایه ګذاري پرې وشي.
































