د افغانستان او پاکستان تر منځ د ټرانزیټ او سوداګرۍ تړون پرون په کابل کې تمدید او لاسلیک شو. د دواړو هېوادونو چارواکو یوه میاشت مخکې د دریو میاشتو لپاره د دغه تړون غځېدو پر سر هوکړه کړې وه. د افغانستان صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د اپټا تمدید د پای ته رسېدو تر وخته کېدای شي، د دغه تړون نوې بڼه لاسلیک ته چمتو شي. افغانستان ټنیګار کوي، چې د اپټا تړون نوې بڼه باید د سوداګرۍ نړیوال سازمان پر معیارونو برابره جوړه شي. که د اپټا تړون د نړیوال سازمان له معیارونو سره سم جوړ شي، پر بنسټ به یې افغان سوداګر وکولای شي د پاکستان له لارې هند ته د خپلو سوداګریزو مالونو کچه ډېره کړي او په بدل کې به یې پاکستان د افغانستان له لارې د منځني اسیا هېوادونو ته سوداګریزه لار پیدا کړي.
































