د عامې روغتیا وزارت وايي چې په هېواد کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېرو مخ په زیاتېدو دی. د دغه وزارت په وینا، په هېواد کې د کرونا وبا د نوي ډول ۱۱ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. ورته مهال د افغان – جاپان روغتون چارواکي په دغه روغتون کې د ناروغانو وضعیت د اندېښنې وړ ګڼي، او وايي چې د ورځې ۴۰ تر ۵۰ تنه د کرونا وبا د تشخیص لپاره دغه روغتون ته ورځي. ډاکټران وايي، له یوې اوونۍ راهیسې په دې روغتون کې د ناروغانو شمېر یو ځل بیا ډېر شوی او لا هم ۶۳ کسان په دې روغتون کې بستر دي. د دغه روغتون د مسوولینو په وینا، ډېری دغه ناروغان د ختیځو ولایتونو چې له پاکستان سره راشه درشه لري، اوسېدونکي دي. په دې روغتون کې یو شمېر ناروغ لرونکي بیا وايي، که چېرې خلک د عامې روغتیا وزارت سپارښتنو ته پام ونه کړي؛ نو یو ځل بیا به دغه ناروغي ډېره خپره شي.
































