طالبانو په خوست کې د ګډو ځواکونو پر اډه توغنديي برید کړی دی، دغه برید نن سهار د پنځو بجو په شاوخوا کې شوی دی. د خوست د امنیې قومندانۍ ویاند عادل حیدر وايي، چې دغه توغندي د ګډو ځواکونو له اډې درې کیلو متره لرې په میاخېل نومي کلي کې لګېدلي دي. د معلوماتو له مخې طالبانو د خوست مرکز اړوند د وزیانو له سیمې لس توغندي توغولو ته برابر کړي وو، چې دريې يې د خوست اړوند د میاخېلو کلي په یوه کور کې د اوبو پر ټانکۍ لګیدلي او دوه مرمۍ د همدې کلي کورونو سره په ځمکو کې لګیدلي دي. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. وړمه ورځ هم وسله والو طالبانو د خوست پر زاړه هوايي ډګر چې پکې امریکايي ځواکونه مېشت دي توغنديي بریدونه کړي وو چې په ځواب کې یې امریکايي ځواکونو هم د اډې پر شاوخوا سیمو بریدونه وکړل.
































