د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار خپلو پلویانو ته له یوه پوښلي زرهي سټیج څخه وینا وکړه. نن د حزب اسلامي زرګونو پلویانو د کابل ښار دارالامان پرعمومي سړک لاریون ترسره کړ او حکومت ته یې خبرداری ورکړ، چې که غوښتنې یې ونه منل شي، نو ورته لاریونونه به په نورو ولایتونو کې هم ترسره کړي. حکمتیار یوځل بیا غوښتنه وکړه چې د حزب اسلامي او حکومت ترمنځ د لاسلیک شوي توافق پراساس د حزب اسلامي بندیان دې ازاد او یاده توافقنامه دې عملي شی. حکمتیار وایي اوسني حکومت د خلکو ترمنځ خپل باور له لاسه ورکړی او باید د واک د انتقال لپاره چمتو شی.
































