امریکا تایید کړې چې راتلونکې اوونۍ په هغه غونډه کې ګډون کوي، چې په ویانا کې د ایران اټومي پروګرام پر موضوع بحث کوي. ویل کېږي، امریکايي چارواکو ان له ایراني چارواکو سره د مخامخ خبرو وړاندیز هم کړی دی. بل لور ته د ایران د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کوي، چې له امریکا سره مخامخ خبرو ته اړتیا نه ویني او په ویانا کې به د امریکا له استازو سره مخامخ خبرې نه کوي. نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یوه امریکايي چارواکي له قوله لیکلي چې امریکا به پر تهران لګېدلي بندیزونه د فشار الې په توګه نه کاروي او پر ایران د وروستي حد فشار راوستو په تړاو د ټرمپ حکومت سیاست ناکام ثابت شوی دی. د څلور جمع یو هېوادونو او ایران استازي د ایران اټومي پروګرام اړوند هوکړې ته د امریکا بېرته ستنېدو موضوع ارزوي او بحثونه پرې کوي. له دې مخکې وال سټریټ ژورنال هم لیکلي و چې د سې شبنې په ورځ به امریکا ویانا ته خپل استازي واستوي، خو له ایران سره به مخامخ مذاکرات نه کېږي.































