د ملي مصالحې عالي شورا غړي وايي ټاکل شوې چې نن، د سولې په چارو کې د دولت وزارت د امریکا د طرحې په هکله لیدلوري د دې شورا پنځلس کسیزې کمېټې ته وسپاري. د مصالحې عالي شورا غړی عبیدالله سیلم وايي چې د یونس قانوني په مشرۍ د ملي مصالحې عالي شورا پنځلس مشرتابه غړي به د دغو لیدلوریو له ارزولو وروسته، د امریکا د طرحې په هکله خپل لیدلوری یادې شورا ته وسپاري او د دې شورا له هوکړې وروسته، به دا طرحه د حکومت له خوا د ترکیې په غونډه کې مطرح شي. تمه ده چې تر راروانو څو اوونیو پورې، افغان حکومت، سیاسي مشران او طالبان د ترکیې په جوړېدونکې غونډه کې چې پایله یې د افغانستان لپاره مهمه بلل کېږي، ګډون وکړي. د ملي مصالحې عالي شورا وایي چې په دغې پنځلس کسیزې کمېټې کې به د دې شورا پر نور غړو سربېره، پخوانی ولسمشر حامدکرزی، د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر او عطامحمد نور هم حضور ولري.
































