امریکا د افغانستان په تړاو د څېړنو په برخه کې د جرمونو پر نړیواله محکمه لګول شوي بندیزونه لرې کړي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي دا بندیزونه نامناسب وو نو ځکه یې لرې کړي دي. د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه مهال د جرمونو پر نړیواله محکمه بندیزونه ولګول چې دوی په افغانستان کې د امریکايي او نورو بهرنیو ځواکونو د جنګي جنایتونو پلټنه پيل کړه. ټرمپ ویلي وو دوی ددې محکمې غړي نه دي او یاده محکمه یې د سرتېرو جنایتونه نه شي څېړلی. خو اوس د بایډن ادارې پر دغه محکمه لګول شوي بندیزونه لرې کړي دي. د جرمونو نړیوالې محکمې هم ویلي چې ددغه محکمې پر غړو لګول شوي بندیزونه لرې کړل شوي دي او دوی له دې وروسته په افغانستان کې د بهرنیو سرتېرو د جرمونو پلټنې ته ادامه ورکوي.
































