د راپورونو له مخې په اوکراین کې د بېلتونغوښتونکو او حکومت پلوه ځواکونو ترمنځ تازه نښتې رامنځ ته شوې دي چې ناټو ځواکونه یې د ارامولو هڅه کوي. د اوکراین حکومت د ناټو خو بېلتون پال بیا د روسیې ملاتړ له ځان سره لري. ویل کېږي چې روسیې اوکراین ته اضافي عسکر لېږلي دي خو دا مسئله د ناټو له غبرګون سره هم مخ شوې ده. بلخوا روسیې بیا ناټو ته خبرداری ورکړی چې اوکراین ته د سرتېرو له لېږلو ډډه وکړي او که یې دا خبرداری بابېځه وګڼي نو پر نورو انتخابونو به فکر وکړي.
































