د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وایي چې طالبان د تاوتریخوالي په دوام سره ښیي چې سولې ته اراده نه لري او هڅه کوي د زور له لارې واک ته ورسېږي خو نوموړي ټینګار کړی دی چې افغان دولت به په هیڅ صورت د زور له لارې طالبانو ته واک ته د رسېدو اجازه ورنه کړي. محب زیاته کړې چې افغان دولت تر وخت مخکې ټاکنو ته چمتو دی او ولسمشر غني به تر وخت مخکې ټاکنو ته ځان نه نوماندوي. نوموړي دغه راز په ترکیه کې جوړېدونکي کنفرانس ته په اشارې ویلي چې د ترکیې کنفرانس کې به د افغان دولت پلاوی حضور ولري خو دا چې څوک به پکې برخه واخلي په دې اړه یې سلا مشورې روانې دي.
































