کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت لوی ریاست وایي چې طالبان په دې هڅه کې دي چې په لویو ښارونو کې تاوتریخوالی ډېر کړي. د کورنیو چارو وزارت سرپرست حیات الله حیات نن په کابل کې له امنیتي بنسټونو سره یوې ګډې خبري ناستې ته ویلي چې طالبانو په دې وروستیو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی او پلان لري چې په لویو ښارونو کې بریدونه لا ډېر کړي. په ورته وخت کې د ملي امنیت رییس احمد ضیا سراج هم ویلي چې طالبان غواړي تاوتریخوالی روان وساتي څو پر امنیتي بنسټونو د خلکو باور راکم کړي خو نوموړي هېوادوالو ته ډاډ ورکړی دی چې د افغانستان ملي او امنیتي ځواکونه د هر ډول بریدونو د دفع کولو وړتیا لري او د خپلو هېوادوالو د امنیت ټینګښت لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي. بلخوا د دفاع وزارت سرپرست جنرال یاسین ضیا یو ځل بیا د غیر مسوول وسله وال علیپور پر نیولو ټینګار کړی دی او زیاته کړې یې ده چې د علیپور او طالب ترمنځ هیڅ توپیر نه شته دی او په خبره یې، د نوموړي پر وړاندې عملیات روان دي او ژر به د قانون منګولو ته وسپارل شي.
































