ټاکل شوې چې د افغان سولې په اړه د استانبول غونډه د روانې اپرېل میاشتې په شپاړسمه نېټه ترسره شي. د راپورونو له مخې ملګرو ملتونو د افغان سولې په اړه د استانبول د کنفرانس پر نېټه هوکړه کړې ده او ټاکل شوې چې دغه غونډه د اپرېل په شپاړسمه چې د حمل له ۲۷مې سره برابره ده ترسره شي. بلخوا سرچینې وایي طالبان ددې پلویان دي چې غونډه دې تر روژې وروسته ترسره شي. د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم بیا ویلي چې تر اوسه ددغه غونډې پر نېټه توافق نه دی شوی. افغان حکومت هم وایي چې د غونډې پر نېټه توافق نه دی شوی. د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ویلي چې تر اوسه د استانبول د غونډې لپاره کره نېټه نه ده په ډاګه شوې. راپورونه وايي چې د استانبول غونډه به لس ورځې دوام کوي او په هغه کې به طالبان او افغان حکومت پر ټولو مهمو مسایلو بحث کوي او د جګړې د ختمولو لپاره به هڅه کېږي.
































