عرب نیوز په یوه مقاله کې ویلي سره له دې چې د بین الافغاني مذاکراتو له پيله اوږده موده تېرېږي خو تر دې دمه په دې مذاکراتو کې پرمختګ نه تر سترګو کېږي. په مقاله کې راځي چې د افغان سولې په لار کې تر ټولو ستر خنډ د سیمې د هېوادونو د ګټو ټکر دی چې ښايي دلته د جګړو د دوام سبب شي. سرچینه کاږي امریکا هم په دې پوه ده چې د سیمې هېوادونه په تېره پاکستان په افغانستان کې د جګړو ملاتړ کوي نو همدا چې امریکايي پوځيان له دغه هېواد وځي ښايي هلته د سیمې د هېوادونو د ګټو جګړې شدیدې شي. عرب نیوز لیکي تر ټولو ښه خبره دا ده چې د سیمې هېوادونه په صادقانه توګه له افغانستان سره د سولې په راوستو کې مرسته وکړي او په دې توګه به په دغه هېواد کې د پردیو نیابتي جګړه پای ته ورسېږي.
































