د راپورونو له مخې ځانمرګي بریدګر د عامو وګړو په یوه موقتي بازار کې په ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې ده چې له امله یې لس کسه وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي. د سومالیا حکومتي چارواکو ویلي په دې تړاو یې پلټنې پيل کړې دي. تر چاودنې څو ساعته مخکې د الشباب ډلې د وسله والو او حکومتي ځواکونو ترمنځ نښته هم شوې وه چې حکومتي سرچینې وایي په دې نښته کې یې اویا افراطي وسله وال وژلي دي. د ځانمرګي برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.
































