په افغانستان کې ماینونه او ناچاودي توکي هره میاشت د لسګونه ملکي افغانانو ژوند اخلي. نن د اپرېل څلورمه د ماینونو د خطرونو په اړه د پوهاوي نړیواله ورځ ده. په همدې مناسبت د طبیعي پېښو پر وړاندې د اماده ګۍ وزارت ویلي چې لا هم سلګونه کیلومتره مربع ځمکه په ماینونو پوښل شوې ده. ددغه وزارت چارواکو ویلي په ځمکه کې ځای پر ځای شوي ماینونه او ناچاودي توکي هره میاشت ۱۲۰ ملکي افغانان ښکار کوي او زیانونه ورته اړوي. یاد وزارت ویلي چې ډېری دغه ماینونه په لاس جوړ شوي او له ۲۰۰۱کال راهیسې پر زر کیلومتره مربع ځمکه کې یاد ماینونه ځای پر ځای شوي دي. افغان چارواکي وایي چې یوازې تېر کال شاوخوا ۱۵۰۰ افغانان د ځای پر ځای شوو ماینونو ښکار شوي چې له دې ډلې دیرش سلنه یې خپل ژوند بایللی دی.
































