عامې روغتیا وزارت وایي، چې د دغه وزارت ولایتي رییسانو ته یې سپارښتنه کړې ده چې د کرونا ویروس د درېیمې څپې د خپرېدو پر وړاندې مبارزې ته چمتووالی ونیسي. د روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح نن د ولایتونو د عامې روغتیا له رییسانو سره په انلاین لیدنه کې ویلي چې د کرونا وبا درېیمې څپې پر وړاندې باید پیاوړې مبارزې ته پوره چمتووالی ولري. د دغه وزارت سرپرست د ولایتونو او کمیټو د رپوټونو تر اورېدو وروسته اړونده مسوولینو ته سپارښتنه وکړه چې د ولایتونو ستونزو د حل په موخه ژر تر ژره اقدامات وکړي. عامې روغتیا وزارت ټینګار کړی دی چې د کرونا ضد واکسینو په تطبیق کې باید چټکتیا راوستل شي او خلکو ته دې د کرونا ویروس په اړه اړین پوهاوی ورکړل شي، څو خلک په دې برخه کې له دغه وزارت سره همکاري وکړی.
































