دوشنبه, جون 8, 2026
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
    د جهادي اثارو د ساتنې قانون توشیح او په رسمي جریده کې خپور شو

    کندهار ښار کې ملي بسونو فعالیت پيل کړ

    کندهار ښار کې ملي بسونو فعالیت پيل کړ

    کرکټ؛ هند په ټېسټ لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه

    د پنجشېر د کانونو په عوایدو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی

    یونیسف: ښځینه روغتیاپالانې د ماشومانو د واکسیناسیون په بهیر کې مهم رول لري

    د هرات ـ مزارشریف؛ د اورګاډي پټلۍ پروژې د تمویل په اړه ګډه ناسته وشوه

    اوچا: لوکزامبورګ د افغانستان بشردوستانه صندوق سره ۳۰۰ زره یورو مرسته وکړه

    د ا.ا مشر: د خلکو اصلاح د تعلیم له لارې ممکنه ده

    د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په تړاو غونډه جوړوي

  • سیمه
    پزشکیان: امریکا سره خبرو کې له خپلو اصولو نه تیریږو

    کوټه کې د چاودنې له امله ۲۴ کسان وژل شوي

    پاکستان کې بهرنۍ پانګونه ۳۱ سلنه کمه شوې ده

    باجوړ کې ۱۵ پاکستاني پولیس وژل شوي

    باجوړ کې ۱۵ پاکستاني پولیس وژل شوي

    راپورونه: د پاکستان پورونه د ریکارډ لوړې کچې ته رسېدلي

    عراقچي؛ د بریکس د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې لپاره نوي ډیلي ته تللی

    سعودي عربستان د ایران پر خاوره نا اعلان شوي هوايي بریدونه کړي

    هاکان فیدان؛ د ایران جګړې په اړه د خبرو اترو لپاره قطر ته ځي

    بلوچستان کې د پراخې اورلګېدنې له امله ۴۵ کسان ټپيان شوي

  • نړۍ
    ټرمپ: ایران او اسراییل دې سمدستي یو پر بل بریدونه ودروي

    روسیې د اوکراین ۳۳۹ ډرون الوتکې رانسکورې کړې دي

    ایران: امریکا سره احتمالي هوکړه د کنګل شویو شتمنیو ازادېدو سره تړلې

    عراقچي: ایران د اوربند د سرغړونو پر وړاندې دفاعي اقدام کوي

    پيکس: د مې میاشت کې د پاکستان امنیتي وضعیت یو ځل بیا خراب شوی

    محسن رضايي: د لبنان په سویل کې د اسراییلو د عملیاتو پر پراختیا اندېښنه ښودلې

    ټرمپ: له ایران سره احتمالي هوکړه د اټومي مسایلو په اړه روښانه مادې لري

    رویټرز: ایران او امریکا د اوربند د غځولو او اټومي خبرو پر پیل سلا مشورې کوي

    سېف د چلډرن: ۱۵۳ میلیونه ماشومان د خوړو له کمښت سره مخ دي

  • اقتصاد

    د پنجشېر له باغونو ۱۳۰ ټنه د ګیلاسو حاصلات راټول شوي

    ازبکستان: د افغان -ټرانس دهلېز د امکان سنجۍ چارې چټکې شوي

    چینايي شرکتونه؛ د برېښنا تجهیزاتو او تخنیکي روزنو په برخه کې پانګونې ته لېواله دي

    ترکمنستان؛ د قالینو په ملي جشن کې افغاني غالۍ نندارې ته وړاندې شوې

    هلمند کې د پنبې دانې د غوړیو تولید پراخ شوی دی

    له منځنۍ اسیا سره د افغانستان سوداګري له ۱.۲ میلیارد ډالرو اوښتې

    ازبکستان افغانستان ته ۳۲۰ ټنه بشري مرستې را لېږلې دي

  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • ژوند او روغتیا
  • نړیوال خبرونه
  • معلوماتي خپرونې
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
    • کتاب
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result

فراري

حشمت الله نوري

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 5, 2021
in معلوماتي خپرونې
0 0
0
فراري

TRAVELER DIGITAL CAMERA

0
شریک شوی
0
لیدونکي
Share on FacebookShare on Twitter

فراري د موټر جوړولو په برخه کې اېټالیایۍ کمپنۍ ده. دې کمپنۍ په ۱۹۲۹ کال کې خپل فعالیتونه پيل کړي دي. هغه وخت یې بنسټګر انزو فراري و او د خپلې کمپنۍ نوم یې هم اسکودریا فراري کېښود. دغه شرکت د خپل کار په لومړیو کلونو کې د چلوونکو مالي ملاتړ او همدا راز د موټرونو د سیالۍ تر ټولو ستر تجارتي شرکت و. په ۱۹۴۷ کال کې یې د سیالیو موټرونه تولید کړل او د دغو موټرونو تولید ته یې تر فراري برنډ لاندې ادامه ورکړه. دمګړۍ دغه کمپنۍ د سوپر اسپورټ موټرونو د تولید او طراحۍ په برخه کې تر ټولو ډېر فعالیت کوي.

په ۱۹۶۹ کال کې فیات کمپنۍ پرېکړه وکړه چې د فراري ۵۰ سلنه سهام واخلي او وروسته یې همداسې وکړل. په ۲۰۰۸ کال کې یې د اخیستو سهامو برخه ۸۵ سلنې ته لوړه شوه. دمګړۍ فیات کمپنۍ د ۹۰ سلنه سهامو په درلودلو، د دغې کمپنۍ اصلي مالکه ده. پیرو فراري د انزو زوی هم لس سلنه سهام په فراري کمپنۍ کې لري.

د ۱۸۹۸ کال د فبرورۍ په ۱۸مه انزو آنسلمو فراري د اېټالیا په مودنا ښار کې وزیږېد او کورنۍ یې صنعتګره وه. انزو په ځوانۍ کې له درس او زده کړو سره دومره مینه نه لرله، خو د موټر ځغلونې سیالیو ډېر خوند ورکاوه او په دې کار مین و. هغه په لومړۍ نړیواله جګړه کې عسکري پيل کړه. وروسته د همدې جګړې په اوږدو کې چې کله د انفلونزیا ناروغي ګډه شوه، نو په ۱۹۱۶ کال کې دی هم سخت ناروغ شو او له عسکرۍ یې و ایست او کور ته راستون شو. په همدې کال کې یې پلار هم د همدې ناروغۍ له امله ومړ.

د جګړې له امله رامنځ ته شوی بحران د دې لامل شو څو د دوی کورنی کاروبار هم له سقوط سره مخ او مات شي. انزو پرېکړه وکړه چې په خپله په کار پسې ووځي. په فیات کمپنۍ کې نوموړي ته چا کار ور نه کړ، نو په سي ام ان وړه کمپنۍ کې یې کار پيل کړ، هغه هم د موټرونو د سیالیو او دې ته ورته مسایلو په برخه کې فعالیت کاوه.

ځوان فراري په ۱۹۱۹ کال کې د سي ام ان د چلوونکو په ډله کې د موټرونو سیالیو ته راووت. هغه د پام وړ بریا هم تر لاسه نه کړه، خو بیا یې هم شاتګ ونه کړ. هغه په ۱۹۲۰ کال کې سي ام ان کمپنۍ د دې لپاره پرېښوده څو په آلفا رومیو کمپنۍ کې کار وکړي. هغه په همدې کال په لوبو کې برخه واخیسته او د الفا رومیو یو ټیم تر څنګ یې وکړای شوی چې د پام وړ بریا خپله کړي. فراري تر څو بریاوو وروسته، پر دې بریالی شو چې یو ښه ټیم جوړ کړي. ځکه هغه په دې باوري و چې د یوه ټیم د اداره کولو او مدیریت وړتیا لري. نو د همدې لپاره یې د فراري په نامه د موټر ځغلونې ټیم جوړ کړ چې په هغه کې یې تکړه چلوونکي او سیالان راټول کړي وو. هغه پخپله له لوبو لاس واخیست، خو دغه ټیم یې پیاوړی کاوه.

د فراري ټیم د الفا رومیو په مرسته پر دې بریالی شو چې د پام وړ بریاوې تر لاسه کړي، چې د دې ټولو بریاوو تر شا د فراري لاس و، ځکه نوموړي دغه ټیم په ښه بڼه مدیریت کاوه او وخت پر وخت یې په نوو تخنیکونو سمبالاوه.

انزو فراري په ۱۹۳۸ کال کې رسماً د الفا رومیو د موټر ځغلونې د برخې مشر وټاکل شو، خو بخت ورسره یاري ونه کړه او د دویمې نړیوالې جګړې له پیل سره سم د موسولوني حکومت پرېکړه وکړه، چې د الفا رومیو شرکت اموال حکومت ته مصادره کړي.

دغې مصادرې پر فراري ګروپ کوم اغېز ونه کړ. دوی لا هم سیالۍ کولې. له الفا سره د قرارداد له مخې، فراري تر څلورو کلونو په مستقله توګه د سیالیو اجازه نه لرله، خو دوی اړ شول چې خپل نوم بدل کړي او په ځينو نورو کارونو پيل وکړي. په لومړي سر کې یې د الوتکو د ځینو پورزو په تولید لاس پورې کړ. موټرونه یې هم جوړ کړل او په دې اوږدو کې یې ټيپو ۸۱۵ بازار ته وړاندې کړ. په دې سبب چې د الفا کمپنۍ له لوري پر دوی محدودیت و، نو په سیالیو کې هم دومره ونه ځلېد او دوی هم ونه غوښتل چې دغه موټر دومره مطرح کړي؛ ځکه د موسولونو د حکومت له لوري ورته د خنډونو جوړېدلو امکان و. په ۱۹۴۳ کال کې د فراري وړه فابریکه مارانلو ښار ته ولېږدول شوه، خو د جګړو په اوږدو کې بمبار شوه او هر څه له خاورو سره خاورې شول. دوی بیا هم پر خپلو وعدو ټینګ ولاړ وو، کار ته یې ادامه ورکړه او په ۱۹۴۴ کال کې یې بېرته له سره جوړه کړه. د دوی د فابریکې جوړولو یو څه وخت ونیو، تر دې چې په ۱۹۴۶ کال کې یې ايله خپل کارونه رسماً پیل کړل.

په همدې کال کې فراري کمپنۍ پرېکړه وکړه چې غیر سپورټي یا غیر مسابقه‌يي موټرونه تولید کړي، ځکه دوی په دې توګه اړ وو چې د کمپنۍ مالي لګښټ پوره کړي چې هغه په مسابقه‌يي موټرونو نه پوره کېده. ځکه دغه موټرونه کم تولیدېدل او محدودو کسانو اخیستل. دوی په ۱۹۴۵ کال کې خپل لومړنی غیر مسابقه‌يي موټر تولید کړ. دغه موټر ډېر قوي او ښکلی ډیزاین درلود. همدغه موټر دوې اونۍ وروسته د رم په نامه ستره جایزه وګټله. په دې توګه نو د فراري موټرونه د ښکلا او پیاوړتیا پر سمبول بدل شول.

وروسته له دې نو پر فراري کمپنۍ د پیسو لار را ماته شوه، دوی هم خپله کمپنۍ پراخه کړه. د غیر مسابقه‌يي موټرونو تر څنګ یې د مسابقه‌يي موټرونو تولید ته هم کش ورکړ.

کله چې په ۱۹۵۶ کال کې د انزو فراري زوی الفرد فراري د ۲۴ کالو په عمر ومړ، نو پر انزو یې ډېر منفي اغیز وکړ، هغه ګوښه ناستی شو، هغه به تل ژړل او د عمر تر پایه یې د خپل زوی په غم کې تورې عینکې په سترګو کولې، څو یې څوک نمجنې سترګې ونه ویني. خو یو څه په هغه کې لا هم ژوندي وو، هغه له موټر ځغلونې او موټر جوړونې سره د ده لېونۍ مینه وه. نوموړي د ژوند تر وروستۍ شېبې هم خپل ټیم اداره کاوه او هم یې دوی ته لارښوونې کولې. نوموړی اړ شو چې په ۱۹۶۵ کال کې د مالي ستونزو له امله د فراري یوه اندازه سهام په فیات کمپنۍ وپلوري. په همدې لړ کې د فیات شرکت سهام په ۱۹۶۹ کال کې ۵۰ سلنې ته لوړ شول. خو بالاخره فیات په ۲۰۰۸ کال کې د فراري ټول شریکان له پیرو فراري پرته واخیستل او د خپلو سهامو برخه یې ۸۵ سلنې ته لوړه کړه. دمګړۍ د ۹۰ سلنه سهامو په درلودو د دې کمپنۍ مالک فیات کمپنۍ ده.

د فراري کمپنۍ ډېری موټرونه اوس په سره رنګ کې تولیدېږي. د دې رنګ سابقه هغه وخت ته ورګرځي چې کله د اېټالیا حکومت اعلان وکړ چې یوازې هغه موټرونه په سیالیو کې ګډون کولی شي، چې سور رنګ ولري. انزو له دې امله ډېر ستایل شوی چې خپل هېواد ته یې خدمت کړی دی. د اېټالیا حکومت عالي مډالونه او نښانونه ورکړي دي او څو افتخاري لقبونه هم نوموړي په خپل نوم کړي.

نن فراري کمپنۍ د مسابقه‌يي موټرونو تر څنګ، پر یوه ستر سوداګریز شرکت بدله شوې ده. دوی اوس په بېلو برخو کې تولیدات لري، عطر، کمپیوتر، عینکې، کالي، بایسکلونه، موبایلونه او دې ته ورته نور شیان هم تولیدوي. زرګونه کسان اوس هم له دې کمپنۍ سره کار کوي او موټرونه یې په ځانګړې توګه په نړۍ کې ځانګړی ځای او مقام لري. 

د دغه شرکت لوګو  ښکلې ډيزاین شوې ده، تور اېس چې په مخکې یې زغره اېښې.  په دغه لوګو کې د اېف توری هم لیکل شوی دی چې د فراري په مانا دی. کله چې په ۱۹۲۳ کال کې فراري موټر په ساویوو ښار کې لومړی مقام وګاټه، انزو د یوه پيلوټ له مور سره اشنا شو، هغه د فرانسچګو بارکا مور وه، بارکا د اېټالیا د پوځ مشهور جنګي پیلوټ و، چې په لومړۍ نړیواله جګړه کې ومړ. انزو چې له هغه سره ولید، د بارکا مور له نوموړي وغوښتل چې د بارکا په څير چې په خپلو ټولو الوتکو به یې اسونه رسمول، دی هم په خپلو ټولو موټرونو باندې تور اس رسم کړي، ځکه د نوموړې په وینا، ښايي دا کار ورته نیکمرغي راوړي. انزو همداسې وکړل او نن د فراري په لوګو یا نښان کې تور اېس چې مخکې یې زغره ده، لیدلی شی.

فراري کمپنۍ اوس هم د نړۍ په کچه پېژندل شوی نوم دی. دغه برنډ په نړۍ کې مسابقه‌يي او نور سوداګریز موټرونه تولیدوي. نن هم د دې کمپنۍ موټرونه په نړۍ کې لوړ قیمت لري او ډېر خلک یې د اخیستلو وړتیا نه لري، ځکه تر ډېره یې موټرونه د مسابقو لپاره کارول کېږي. دغه کمپنۍ زرګونه کارکوونکي لري، د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې فعالې څانګې لري او مرکزي دفتر یې اوس هم په امستردام کې دی. په نورو برخو کې هم تولیدات لري، خو تر ټولو ډېر تولیدات او نوم یې د موټرونو د تولید په برخه کې ګټلی دی.

ShareTweet
Spogmai Radio

Spogmai Radio

  • amg
  • Home 1
  • Home 2
  • JeetCity Casino: Traditional Games for Big Stakes
  • Privacy Policy
  • Privacy Policy
  • Sample Page
  • Sample Page
  • With Casino Ozwin Casino and Win Big!
  • الرئيسية
  • الصفحة الرئيسية 2
  • الصفحة الرئيسية 3
  • الصفحة الرئيسية 4
  • الصفحة الرئيسية 5
  • زموږ سره اړیکه
  • کورپاڼه
Call us: +1 234 JEG THEME

Designed and Developed By Icode © 2020 SpogmaiRadio. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In