افغان او امریکایي ديپلوماتانو د استانبول پر غونډې او افغان سولې خبرې کړې دي. د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر په افغانستان کې د امریکا د سفارت له شارژدافیر راس ویلسون سره پر افغان سولې خبرې کړې دي. دواړو لورو په دې لیدنه کې د تاوتریخوالي پر ډېرېدو اندېښنه ښودلې ده او تمه یې ښودلې چې د استانبول غونډه دلته روانه جګړه ختمه کړلی شي. اتمر د افغان سولې په اړه د مسکو کنفرانس او دغه راز له سولې د اسیا زړه هېوادونو ملاتړ خورا مهم بللی او تمه یې ښودلې چې د سیمې د هېوادونو په همکارۍ افغان جګړه پای ته ورسول شي. امریکایي او افغان لوري د اړیکو پر پراختیا، د ترکیې د غونډې پر اجنډا او دوه اړخیزو همکاریو هم بحثونه او خبرې کړې دي.
































