نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه مطلب کې ویلي امریکا هڅه کوي له بېلو لارو فشار راولي څو په افغانستان کې تاوتریخوالی کم شي او دوی ته زمینه برابره شي چې خپل سرتېري له افغانستان وباسي. په مطلب کې راځي که امریکا په راتلونکو څو اونیو کې د تاوتریخوالي پر کمولو او یا د سرتېرو ایستلو ته د زمینې پر برابرولو بریالۍ نه شي نو دا به د بایډن د واکمنۍ لومړنۍ ماتې وي. سرچینه کاږي طالبانو خبرداری ورکړی چې که تر ټاکلې نېټې بهرني ځواکونه له افغانستان و نه وځي دوی به جګړې شدیدې کړي، چې دا به د بایډن پر حکومت یو فشار وي او ښایي د سولې هڅې له خنډ او ماتې سره مخ کړي.
































