په اندونیزیا کې د سیلابونو د راوتلو له امله د وژل شوو شمېر پنځوس ته رسېدلی دی. د راپورونو له مخې د اندونیزیا او شرقي تیمور په ډېرو برخو کې د سختو ورښتونو له امله سیلابونه راوتلي چې مرګ ژوبله یې اړولې ده. د ورښتونو ډېرېدو په ځينو برخو کې د اوبو ذخیرې او بندونه هم مات کړي دي. د وژل شوو کسانو شمېر پنځوسو ته رسېدلی دی او ویل کېږي چې ګڼ کسان نادرکه هم دي. بلخوا مرستندویه ډلې د ورکو شوو کسانو په لټه کې دي او ددې احتمال شته چې د تلفاتو شمېره تر دې هم لوړه شي.
































