ترکي او افغان چارواکو د استانبول غونډې لپاره پر همغږیو خبرې کړې دي. په کابل کې د ترکیې سفیر اوزهان ارطغرل د بهرنیو چارو له وزیر سره د لیدنې پر مهال ویلي چې ترکیه د افغانستان د سولې لپاره هڅه کوي او د استانبول د کنفرانس لپاره اړینې تیارۍ نیول شوې دي. دواړو لورو همدا راز په دې لیدنه کې د استانبول د کنفرانس لپاره د همغږیو پر رامنځ ته کېدو او ددې بهیر لپاره پر تیاریو بحثونه کړي دي. په دې لیدنه کې همدا راز د ترکیې د کنفرانس پر احتمالي اجنډا هم خبرې شوې دي. اتمر د ترکیې له حکومت مننه کړې چې تل یې په افغانستان کې د سولې او ثبات له راتګ سره همکاري کړې ده. راپورونو کې راځي چې د روانې اپرېل میاشتې په شپاړسمه به په ترکیه کې د افغان سولې کنفرانس جوړېږي، خو رسمي سرچینو تر اوسه دا نېټه نه ده تایید کړې.
































