د کابل په قرباغ کې پر امنیتي ځواکونو د یوې چاودنې له امله یو کس وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي. د راپورونو له مخې دغه پېښه نن سهار رامنځ ته شوې ده. د کابل امنیه قومنداني هم ویلي چې نن سهار شاوخوا اووه بجې د کابل په قرباغ ولسوالۍ کې پر افغان امنیتي ځواکونو د ماین چاودنه شوې ده چې له امله یې یو کس وژل شوی او څلور نور ټپیان دي. تر اوسه ددغه پېښې مسوولیت چا نه دی منلی. دا پېښه داسې مهال کېږي چې تېره ورځ د کابل په پغمان ولسوالۍ کې هم دوې امنیتي پېښې وشوې، چې د راپورونو له مخې څلور کسه په دې پېښو کې وژل شوي دي. دغه ډول پېښې داسې مهال کېږي چې په ترکیه کې د افغان سولې په اړه د یوې مهمې غونډې د جوړولو تیاری روان دی.
































