بنګله دېش کې د یوې مسافر وړونکې کښتۍ ډوبېدو پېښه کې پنځه تنه مړه شوي دي. د رویټرز اژانس د راپور له مخې دا کښتۍ چې ۵۰ سپرلۍ یې لرله تېره ورځ د دغه هېواد د پلازمېنې ډاکه ښار په سوېل کې د شیتالاکسیا په سیند کې له یوې سوداګریزې بېړۍ سره تر ټکر وروسته ډوبه شوې ده. د سیمې پولیسو رسنیو ته ویلي چې په دغه پېښه کې د دغې کښتۍ پنځه تنه سپاره مړه شوي او یو شمېر نور یې تري تم دي. چارواکي وایي چې د یادې کښتۍ یو شمېر مسافرو په لامبو وهلو سره خپل ځانونه ساحل ته رسولي او ژغورل شوي دي.
































