د ایران د پلازمینې په ګډون په ګڼو ښارونو کې د کرونا نوې څپې اندېښنې پارولې دي. ایراني چارواکو ویلي چې د تهران، کرج، اصفهان، شیراز، ایلام، کرد ښار او زنجان حالت اضطراري دی او د کرونا نوې څپه پکې په چټکۍ د پراختیا په حال کې ده. د یادو ښارونو ترڅنګ ۴۲ ولسوالۍ هم اضطراري بلل شوې دي. په ایران کې داسې مهال د کرونا بله څپه خپرېږي چې په دغه هېواد کې په لومړۍ او دویمه څپه کې د کرونا ویروس خلکو ته د درانه تلفات واړول. له دې سره جوخت د کرونا ضد واکسینو لومړنۍ مرستندویه بسته هم ایران ته رسېدلې ده. ایراني چارواکي وایي دوی هڅه کوي د کرونا وبا په ختمولو او کنټرول کې له ټولو امکاناتو کار واخلي.
































